د  سعید افغانی  :  آزاده ،  ټولنیزه ،  علمي  ،  فرهنګي   او نشراتي   ارګان  ته  ښه راغلاست!
تماس با ما سایر نشرات مرکز مطالعات استراتیژیک  اعلانات فرهنگی هدف ارگان نشراتی شخصیت های فرهنگی ارشیف کتب ارشیف مضامین صفحه اصلی

د  شهسوار  «  سنګروال  »   لیکنه
د نشر نیټه  :  ۲ـ ۹ ـ ۲۰۱۰ م ـ  کال

داسې  شين  خالۍ  هــم  شته

 

خوشاله يم چې اوس  زموږ  يـــو شمير شاعرانو د شاعرۍ په څنګ  کې د پښتو داستاني او هنري ادبياتو ليکنې ، ودې او پرمختګ  ته هم مخه کړې ده ٠

که د تيرې پيړۍ په لمړنيو لسيزو کې  د لنډې کيسې ليکوال  او مينه وال د ګوتو په شمير وو خو اوس په  لسګونو دي ٠ ولې  د ناول او رومان  ليکوال  لا اوس هم د ګوتو په شمير دي ٠

د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ له مخې پښتو لنډه کيسه د لمړي  ځل لپاره  په  ١٩٠٨ م کال وکښل شوه چې د استاد راحت زاخيلي له قلمه څڅيدلې اوښکه ده او«  شليدلې پڼه» نومیږي ٠

همدارنګه نوموړي ليکوال بياد ١٩٠٩ او  ١٩١٠م کالوترمينځ د ماه رخ  يا «نتيجه عشق  »په نوم ناول چې د يوعيني پيښې انځور دی  هم ليکلی دی ٠

که څه هم له دغه ناول نه دمخه د ژباړې په بڼه موږ ته د دوه نورو ناولونو څرک هم په پښتو ادب کې لګيدلی دی چې لومړی يې «معرات العروس» دمياحسيب ګل ژباړه اودويم ناول بيادتوبته النصوح

په نوم ياديږي چې دغه ناول د ميا محمد يوسف  په زيارترجمه شويدی ٠

له دې نه را وروسته په پښتو ژبه کې ناول ليکل دود شول ٠ ولــې دومره نه چې د ناول د مينه والو تنده پرې ماته شي ٠

د نيکمرغۍ خبره ده چې  دا دستي مې د شين خالۍ په نوم  يو اثر تــر لاسه کړ چې ښايي د افغاني صاحب  د سترګو ليدلې کيسه وي  چې د نوموړي له خوا کښل شوېده ٠

کله چې نوموړي  ماته د شين خالۍ په نوم ليکنه راوليږله چې څه پرې وليکم ،نو په ډيره مينه مې دغه ليکنه سرتر پايه ولوسته ، خدای شته چې زه يې هم خپلوتيروخاطـــرو ته ستون کړم اودخپل کلي ، کور ، اوجرې او ديرې مې کپې سترګو ته ودريدې ٠
 

د شين خالۍ ليکوال ښاغلي افغاني د خپل کلې ، کور، دود او دستور په خپله ليکنه کې ډير ښه انځور کړي دي ،

 د تورګنيف خبره  « يوازې رښتياويل که هر څومر غښتلي وي هنر ندی  » نوځکه خو دداستاني  او هنري ادبياتو ليکوال ته پکار دي چې  خپلو ليکنو ته هنري جامې په تن کړي ٠

دهر ناول هډوکي اوبدنه دناول مينځ پانګه جوړوي ،خوددې لپاره چـې دناول بدن ته ښکلې اوزړه راښکونکې وريښمينې جامې په تن کړوغوره به وي چې دناول  بڼه داسې راونغاړوچې لوستونکی  يې له بڼې او مينځپاڼګې نه رنګ او خوند واخلي ٠ يانې  ډيالوګونه يې  اغيزمن ، ژبه يې خوږه او روانه ، کرکټرونه يې بايد لکه بې کلماتو ژبه  په سادګۍ سره خپل ځان پيدا کړي ٠

د ناول کيسه بايد بازاري نه وي ، ښه به داوي  چې ژبه يې  له شعارونو نه وژغورل شي  په ليکنه کې اضافه کليمې ، بې ضرورته جملې  بيا بيا تکرار نــه شي او  ناول بايد د راپور تاژ بڼه خپله نکړي ٠

 له دې سر بيره د ليکوال ژبه او ډيالوګونه بايد د ناول  له پيښو او کـــرکټرونو  سره متناسب وي ٠

 نا لوستي کليوال خپله ژبه لري او د ناول ليکوال بايد د هغه ښه استازيتوب وکـړي ٠همدارنګه  لوستي کرکټر بايد داسې انځورشي لکه څنګه چې دی،ځکه چې ډيالوګونه يو داستاني اوهنري

 اثر ته سا ورکوي ٠ ولې کله داسې هم په ډراماتيکو اثارو  کې پيښيږي چې له ډيالوګونو پرته يو

هنري اثر د لوبغاړي  له هنري خوځښت  او اکشن سره لکه بې کلماتو ژبه ځان ښېي ، لکه د چارلي

چاپلين ځانګړي حرکتونه چې يواثرته روح بښي ٠ نوموړي د يو مرکې په ترڅ کې ويلې دي :

پوښتنه  : چارلي که چيرې سينما زيږدلی نه وای تاسې به نن څوک وای  ؟

ځواب  : دهغه دوزخ په مينځ کې چې  «دانتي » په خپل ګټور داستان  « کميدي الهې  » کې انځور کړی دی  يو نوم    ورکی   چارلي وای ٠

 

که چيرې موږ د ناول په ليکلو کې د بيلګې په توګه يادو شوو ټکو ته پاملرنه وکړو ، ښايي ناول داسې  يو ځانګړی ريتم خپل کړي چې ځينې ډيالـــوګونه يې ځـــان د لنډې کيسې ريتم او شعر ته ورسوي٠

زما په اندپه هر داستاني ژانرکې غوره ده چې د يوې کيسې  اويا ديوې پيښې نکل داسی انځور شي چې  د سوژې پټه  دبدبه  يې زيانمنه نشي ٠

 

همدغه لاملونه دي چې د اوسني داستاني ادبياتو پـــلاټ   د تيرو اولسي کيسو اوداستانونو په  پرتله  د توپير وړ دي ٠کنه د پښتو اولسي داستانـي ادبيات زرګــونه کاله عمر لري چې له پښتنو سره يوځای زيږيدلي دي چې اوس موږ ډيرې بيلګې لرو چې لـــه اوسني ناول سره ډير توپير نلري

 او همدغه اولسي کيسې په درې بڼو موږ ته را پاته دي :

لمړی هغه کيسې دی چې  په  ديرو ، اجرو کې د نکلچيانو له خوا ويل کيدې  او يا ويل کيږي لکه

  

د دوه  ورونوکيسه٠ددغوکيسو دويم ډول  هغه دی چې ځينې اولسي کيسې په نظم ويل شوې دي  لکه ممتاز شاهزاده او ګلوصنوبر کيسې ٠

 دريم هغه کيسې دي چې  په نظم او نثر دواړوکې کښل شويــدي يانې د کيسې مينځ مينځ کې نظم ته هم ځای ورکړ شويدي چې دغه کار ښاغلي سميع الدين افغاني هم کړی دی ٠

موږ په دغولرغونوکيسو کې  دادم خان اودرخانۍ ، سيف الملوک  اوبدرۍ جمالې اوپه لسګونو نورې کيسې يادولی شو ٠

 

په پای کې ګران سميع الدين افغاني ته دشين خالۍ دليکلومبارکي وايم اوپه دې هيله چې درنو لوستونکوو ته په زړه پورې وي ٠

په درناوي

شهسوار «  سنګروال »

 د ۸ ـ۸ ـ۲۰۱۰ـ م ـ کال  ـ  لندن

 

 

                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد


said-afghani@gmx.de
strategicstudies@yahoo.com

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال    
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال     
      
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است