د  سعید افغانی  :  آزاده،  ټولنیزه ، فرهنګې  او نشراتې  ارګان  ته ښه راغلاست!
سایر نشرات مرکز مطالعات استراتیژیک  تماس با ما اعلانات فرهنگی هدف ارگان نشراتی شخصیت های فرهنگی ارشیف کتب ارشیف مضامین

     د سميع الدين   افغاني لیکنه

    ١٥  -  ٦  -   ۲۰۱۰میلادی ـ کال

دا څه حال دی ؟

د علامه  محمدسعيد  سعید افغانیَِ
د ١٣٥٦ هجري  شمسي کال د لیکنې  پر بنا

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

پوه نه يم  چــــانه دا پــوښتنه وکړم

څنګه ددې حــــالت څيړنــــه وکړم

څوک به ددې تپوس ځواب ووايي

ددې حالت راتــــه حساب ووايي

ډاره ، هراس خو موخلاف ته بيايي

داسياست وال موانحراف ته بيايي

ارتجاع ،هروخت د دوکو سره ده

خاين، خپل  شومو پلا نوسره ده

د بلـې خوا دا د  څــــوکۍ نوکران

دي  د ولـــس اوتــــرقۍ دښمنان

اجـنټ د لاســــه دا وطن تباه دي

د جــــاهلانو نـــه  اميد خطا دي

استعمارګر راته  نيرنګ ښکاري

روشن فکران موهم کمرنګ ښکاري

يو څــــو کاذبه د قــــدرت ليونيان

پردی پـــه زور د حاکيمت ليونيان

په چپاول باندې روږدي دي تمام

دا وطن پــال مو زنداني دي  تمام

نو دې حالت تــــه به ځواب څه وي؟

دې ته  رښتينۍ فصل وباب ځه وي؟

که پــــرده جګـــه دعيبونو کاندې

يا بر ملا د دوئ ظلـــمونو کاندې

که وای چې څومره بيکاري ده دلته

ټول ناداري بـــې روزګاري ده دلته

وايي، چې ستا پدې کی کار نشته

ستا حاکميت کــــی اقتدار نشته

که واي ځوانان موټول بهرته درومي

د پــــردو زجــــر  دبل در ته درومي

هلته تــــوهين او رټــــل کيږي تمام

دوي پــــه ناحقه  وژل کيـږي مدام

واې ،په تا څه چې ټول  افکار پاروې؟

زموږ  قدرت زموږ روزګار ورانوې؟ 

که وای دا مرستی کو م ځواب نلري

وای د خيرات پیسی حساب نلري

واي ،سيــــاست کــــې دتا کار نشه

خيرات اشنــــا نــلرې يــــار نشته

ما ويل، ملــت او بودجه یعنې څه ؟

 واي، ز موږ ه خپله  اراده په تا څه ؟

مصـــر فــــو ېــې خپل  بــقــــا لپاره

د خپل مــــر اد  او در ضــــا لپاره

که وای قدرت کې دي ناپوهه خلک

واې ، پکار ندي ز موږ پوهه خلک

 تر دولسمه شپږم  پــــاس ښــــه دی

تحصيل يې څه کوو اخلاص ښه دی

اوس دی چنګيز او هلاکو په قدرت

ستا وظــــيفه ده دحــــاکم اطــاعت

که دې له دندې نه دې شوې  بې خبر

ګنې چـــې ګورې ، ډبلۍ او ستا سر

 دوی دخيــــانت کلــــه اظهار کوې

وای، داســــې نده ترې انکار کوي

که واې  ژوند دعالم، پوه بدتر دې

واې، ددې راز افشا کــــول خـــطر دی

که واې تشخيص دمرض وړوندښکاری

وای زموږ کار موږ ته سمون ښکاری

 ما ويل، قانون مو د ځنګل قانون دي

کوتک ، ډنـــډې او دچلول قانون دی

يو ډارن غږ کړه چې دا څه وايې يار؟

ځان دې په خپله خيژوې ته په دار؟

ما ويـــل ډاريـګه مه جــرت دی  په کار

 لږ څـــه احساس د  مسؤړلیت   دی په کار

د ژوند ماهيت په حقيقت ښکلې دي

ژوندپه همت او مسؤوليت  ښکلې دي

هــــاد وطــــن  تاريـخ   ته پام وسا ته

لــــږ دنیکــــونــــو احترام   وسا ته

ای هيوادوالو دا لوی فرض دی زموږ

 داخپل ګفتارته عمل قرض دی زموږ

نور د پــــردو  د  دوکـــو ښـکار نشئ

چې پــه  لمسون  د لوی اغيار نشئ

د يــــو بــــدلــــون   او د سمون لپاره

 د يــــو واحــــد وطن د شتون لپاره

دې  بــــد حالت ته نور انجام شوسره

يو عمـلي ګــــام او اقــــدام شـــوسره

------------------------------

سميع الدين افغاني

                                                                                                       

               

                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

 د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد

strategicstudies@yahoo.com   ــinfo@said-afghani.org  
                                                                    
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است
                                     

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال