د  سعید افغانی  :  آزاده ،  ټولنیزه ،  علمي  ،  فرهنګي   او نشراتي   ارګان  ته  ښه راغلاست!
تماس با ما سایر نشرات مرکز مطالعات استراتیژیک  اعلانات فرهنگی هدف ارگان نشراتی شخصیت های فرهنگی ارشیف کتب ارشیف مضامین صفحه اصلی

 

                                                 

   د  سمیع الدین  « افغاني »   لیکنه
دنشر نیټه : ۸ـ ۱۱ـ ۲۰۱۰ میلادی
  

د لغمان په کلو کې د اختر رواجــونه

 

 د لغمان په کلوکې د اخترونو دودنــه  او رواجونه ډیر په زړه  پورې  دي.

کلي والو به داختر په ورځو کې تفریحې پروګر امونه  درلودل ، هلکانو ته به یې مور او پلار نوې جامې رانیولې چې د اختر په سهار به هرچا خپلې نوې جامې اغوستلې او دکور د مشرانو سره د اختر د لمانځه لپاره  مسجد  ته  تلل ،  کله چې  به  داختر  لمونځ    وشو نو د اختر  د مبارکۍ   لپاره  د خپلو خپلوانو او دوستانو کورنو   ته تلل  او هلته  به یې د اختر مبارکۍ  کولې۰

په اخترونو کې  د لغمان  ولایت  په  مختلفو  ساحوکې  لکه د   « مهتر لام بابازیارت ، د ولایت په مرکز ، دتیر ګړو  په پخواني  بازار ،  داستانې  کلی  چې دچاردهی  په  سیمه کې  مـوقعت  لري،  بي بي هاجره ، بي بي صيب  ، مندروړ ، قرغه یي ،علیشنګ او علینګار په  ولسوالیوکې »   په  زړه پورې  پروګرامونه اومیلې  جوړیدلې .

هلکان به دخپلو مشرانوسره  میلی  ته تلل ،  او رنګ شوی هګۍ  به یی جنګولې   او د کور لپاره  به یې ماهي ، ځلوبۍ ، کجورې ، وچې  او تازه میوې  او نور خوندور خوراکي ټوکې  داخـــتر مبارکۍ کور ته له ځانه سره  وړل ، غواړم  په دې برخه کې  ســتاسو توجه  خپلې  یوې  لنډې ادبي  ټوټې ته  چې  سر لیک یې دی  کوم اختر؟ راوګرزوم  :

 

کــوم اخـــتر؟

زموږ دکلي  دتروږمۍ  مــــاښام  څخه  څوشيبې  د مخه دکلي  يوتنكې  لس کــــلن هلک خــــوشحـــاله بريښيده، دهلک دخوشالۍ علت يو هم دا وه چې هغه د سبا ورځي د اختر د راتګ څخه خبر شوي وه۰

هلک ته دهغه  موراوپلار داختر لپاره نوي جامي، څپلي اوواســــکت رانيولــــي  وه  چې هغه په همــدي ماذيګر قضا  دسبا ورځې نوې  جامې  اودنــــږدي دوستـــانو داختر مبــاركــۍ  تحـفي په  خپل  وجودكې تمثيلولي  اوهمدا وجــــه وه  چې هلــــک ته يـې خوشحاله بڼه ورکــــړي وه،په رښتيــــاسره کــــوم اختر چې ماشوم  ته سبا راتلــــونكې  وه،  نه تنها  هغه ته بلکې  دکلي  ټولــــواوسيدونکوته يې  د  خوشحالي زيــــري ورکاوه.

هو ...  کوم اختر ؟  دکوراوکلي اختر،اوکه دمهاجرواختر،کوم چې دخپل کور،کلــــيواوبــــانډوڅخه لرې په پردي  وطن كې لمانځي ؟ دا يوڅــــرګنده خبره  ده چې اختر هر چاتــــه هرچيرې او په هرځــــاې  كې چې وي پوره اويانيمه خوله خندا او خوښي  وربښي .

 

 

نو اختر کوم اختر؟


داد ځـــوانـــانـــود خـــوښیو اختر
د پیغـــلو نجـــنو  دټــــــالیو اختر


دکـــــور او کــــــــــلـــي اخــــــتـــر
چــــــي لــوړ دودونـــــــــــه لـــري


د ســــپـــوراو پــــــــــــــلی اخـــتر
ښـــه  رواجـــــــــونـــــه  لـــــــري


دا د خــــوښیــــواټــــنــــونو اختر
دا  د خوشحاله  ســـرودونو اختر


دی دبیـوزلوکونډو رڼــــډو  اختر
د یتیـــمــــانو او بــربــنــــډو اختر


د غریبـــانو او خــــانــــــانو اختر
د مسلمـــانو دینــــــــدارانو اختر


وي مبارک  دې په  تمـاموخلکو
وي  برکــت دې  په تمامو  خلکو


ښه افغاني  دود او رسمــونه  لري
خدایګوچې  ښکلي رواجونه   لري

 

سمیع الدین  «  افغاني  »

 

 


                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد


said-afghani@gmx.de
strategicstudies@yahoo.com

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال    
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال     
      
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است