د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات  هـدف ارگان
اعـلانات مرکزاستراتیژیک ورزش شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب ارشیف مضامین اسلام  
صفحه سعیدافغانی صفحه اصلی

د  سمیع الدین  « افغاني »   لیکنه 
دنشر نیټه :   ۲۸ ـ  ۲ ـ ۲۰۱۱  میلادی

 

د خدای حکمت دی

 

د وطــن ښکلي  هوا ښه طبيعت دی

 په وطن کې اوسيدل د خدای نعمت دی

هره سيمه هره خوا ښکلې  درې دي

موږ ته پاتې ترينه ښکلې خاطرې دي

اوسيدلو هرطرف ښکلو ځايو کې

دوطن ښايسته بانډواوسردروکې

يو ورځ  د ننګرهار په لور مونيت شو

ديودوست دښادۍ رسم يې علت شو

محمودخان پله کې تم ځای وه دبسونو

ور روان وه ننګرهار تــه پــه لسګونـو

ما اودوست مې په لمړي سيټ کې دبس

موټر وان تر څنګه کيناستو خلص

چې روان موږ په مقصددننګرهارشوو

په ستايلو او قصو  د هغه ښار شوو 

يوګړۍ لا تيره نه  وه  د ز مان

د ماهېپر ها چړاېي شــــو له عيان 

ډيــــره ښکلي منظــره د  ماهېپر

داوبو هغه ابشار شو په نظــــر

يوسپين ګيري وويل ښکلی طبعيت دی

دا ابشا او دا ماهيانو کې حکمت دی 

ځوان ويلې: څه حکمت لري  ماهيان؟

چې ابشار ته په ختو دي سرګردان

تر يوحده دې ابشارته چې رسيږي

وس يې نه رسيږي بيرته ځينې وليږي 

داناپوهه دي  بې ځايه وهې زور

ښه به داوي چې واپس شي کور په لور

زوړويل: دغه حکمت دی چې زې وايم

د  ماهيان د ختلو علت  ستايم 

ويل :  ماهيان ابشار په سر کې زيږدلي

هغه تيګې هغه کاڼو کې لوی شوي 

تريووخته پورې  هلته کړی ژونددی

خېل روز ګارځني اخستی پوره خونددی

بيا کوم وخت چې اوريـدلي بارانونــه

پدې سيمه کې راغلي سيلابــونه

دوی ېې لاندې د ابشاره غورځولي

بس همدلته په همدې ځای کې لوی شوي

اوس چې لږ څه د طاقت او لږ د ځان دي

د خپل دزيږنده ځایو نو په ارمان دي 

هر پرواز کې په دې هیله او آرزو دي

په امید د ځوانۍ سيمو په لیدو دي 

په خپل  زور او په قوت ورپوته  کیږ ي

هاکم ز وره ماهيان  بیرته ترې راولیږي  

ددوی صرف هدف ليدل دخپل مالت دی

پدې فکرچې به وران که سلامت دی

دا علت دی چې مالت  په هر چاګران دی

پرې خوشاله دی غريب یاچیرې خان دی

پدې راز اوس هم هغه خلک پوهيږي

چې د خپل وطن نه لرې کې اوسيږي

وطن ګران دی تر هر څه وطن عزت دی

په مالت کې اوسيدل د خدای نعمت دی

 

سميع الدين «  افغاني »

 

 

                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد


said-afghani@gmx.de
strategicstudies@yahoo.com

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال    
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال     
      
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است