د  سعید افغانی  :  آزاده ،  ټولنیزه ،  علمي  ،  فرهنګي   او نشراتي   ارګان  ته  ښه راغلاست!
تماس با ما سایر نشرات مرکز مطالعات استراتیژیک  اعلانات فرهنگی هدف ارگان نشراتی شخصیت های فرهنگی ارشیف کتب ارشیف مضامین صفحه اصلی

 

د سمیع الدین «  افغاني »  لیکنه
نیټه : ۱۶ ـ  ۹ ــ  ۲۰۱۰ م ـ کال

 

دا افغانستان دی
 

ای وطـــنه ګـــران وطـــن

ښکلـــی ګـلستان وطن

دا مو د خـــاپــوړو کور

دی جـــنت نــشان وطن
٭٭٭٭٭٭٭
ښه بــــاغ او باغـچی لري

رنګ په رنګ میوی لري

ښــــار د قنــــدهار زموږ

پیــــغلــې پښتــــنې لري

٭٭٭٭٭٭
ښګلی ننــــګرهار تـــه ځم

ګل د نارنــــج ښار تـــه ځم

بیا بــــه د سپرلي مـــوسم

د ښــکلو دیــــدار تـــه  ځم

٭٭٭٭٭٭
غرونو کــــې زمریان لري

جنــــي اټن چــــیان لــــري

خلکو د پکــــتیا ســــیمه

ښه ښایسته ځوانـان لري

٭٭٭٭٭٭
لوړ نــــام او نشان زموږ

دا د اسیــــا بــــام زمــوږ

څومره لوړ شهرت لري

لعـــل د بدخشان زموږ
 
٭٭٭٭٭٭
درونــــد په زیارتونو دی

ځای  د طــــاعتونــــو  دی

دا  د  غــــزنویــــانو  کــــور

زړه د تــــاریخــــونــــو دی
 ٭٭٭٭٭٭
لاړ بــــه شو مــــزار ته بیا

د روضی دیــــدار  ته بیا

سوال  به د ایــــمان وکړو

د الله دربـــــــار تــــه بــــیا

 ٭٭٭٭٭٭
دا  مــــو  قــــومــــو  کلي

دا  مــــو د دودو  کـــلي

لوړعالي کــــلتور لری

دا  مــــو  د  نـیکــو کلي

٭٭٭٭٭٭٭ 
لوړ پــــه تول جهـــان دی

دا کـــور د افــــغــان  دی

دا مــــو د پــــلـرو کــــلي

دا افــــغـــانــستــــان دی

 

سمیع الدین «  افغاني »


                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد


said-afghani@gmx.de
strategicstudies@yahoo.com

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال    
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال     
      
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است