د  سعید افغانی  :  آزاده ،  ټولنیزه ، علمي ، فرهنګي  او نشراتي  ارګان  ته  ښه  راغلاست!
تماس با ما سایر نشرات  مرکز مطالعات استراتیژیک اعلانات فرهنگی هدف ارگان نشراتی شخصیت های فرهنگی ارشیف کتب ارشیف مضامین صفحه اصلی
 

د سید همایون « اولسي » لیکنه
 د ۱۹ ــ  ۸  ــ ۲۰۱۰  م  ـ  کال

 

د سبا بــاد

 
یو اروپایي  لیکوال  لیکي :

د شپې تیارې ولاړې

د سبا باد  والوت

د هوا مرغانو ته یې  د سبا زیرﺉ راوړ او وې ویل :

ویښ شی ، پاڅیږی ، چمنوته  ولاړ شی او ښې نغمې  ووایاست .

مامورینو متعلمینو ته یې  وویل :  

ویښ شی ، پاڅیږی ، خپلو دفترونو ته  ولاړ شی .

کارګرو او مزدورانو ته یې  وویل :

ویښ شی ، پاڅیږی ، خپلو کارنو او مزدوری ته ولاړ شی .

صحرا ته ولاړ مالدارو ته یې وویل :

ويش شی ، پاڅیږی ، رمې څړ ته وباسی.

سید همایون  « اولسي »  لیکنه

نیټه : د ۲۹ ـ  ۹ ـ ۲۰۱۰ م ـ کال

 

دوستي

 

څوک چې  غواړې  دوستي  وکړې ، لومړی  ښایي  اشخاص  وپیزني  او بیا  دوستي  و کړي  او پرته له دې يي  نتیجه  پشیماني  ده .

څوک چي په خنډ  دوستي  کوي ، دوستي یي  هم کلکه او اوږده  وې .

څوک  چي  ژر دوستي  کوې ، هغه یي  ژر هم  شلوي .

څوک چي دوست سره دوستي  شلوي ، ښه  دوست  بد  دښمن  و ګرځي .

دغه مخالفین چي تاسې یې  وینی ،  ډیر ی هم هغه  دوستان دي چي  دښمنان  شوي دي .

هو ! که څوک دوست  و نه نیسي ، مخالف به هم  نلري .

نوښایي  د  دوست په ټاکلو  کښي  پخواله  دوستی  فکر  وشي ،  وروسته  له  دوستي  څخه  فکر  ګټه  نلري .

 

سید همایون « اولسي »

خو چې د مړو په هدیره راغی  وی ویل :

تاسې ویده شی ، لا هغه وخت نه دی راغلی  چی تاسې  پاڅی .

زه وایم : د  دنیا د ترقی  کاروان چې  په حرکت  شو د دنیا هر ملت ته یې  وویل :

بیدار شی ، پا څیږی !

خو چې  په افغانستان راغی  وې ویل :

تاسې  ویده شی  ، لا هغه وخت  ندی راغلی  چې تاسو پاڅیږی ، او مونږ لکه  د مړو هدیره  ویده پاتې  شوو.

 

سید همایون « اولسي »


بازگشت

گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!  

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  ې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

 د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد


said-afghani@gmx.de
strategicstudies@yahoo.com

                                 

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ کال
  
                                                                                                       
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوی
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است