|
د سید
هایون « اولسی » لیکنه
د نشر نیته : ۱۲ ـ۹ ـ ۲۰۱۰ م ـ کال
د نجات فکر
د شلو
کالو وم .
ماته د
جامعې د نجات فکر پیدا شو .
یو چا راته وویل :
یو څوک چې ځان نشي ژغورلی ، هغه به
جامعې ته څنګه نجات ورکوي .
دا خبره ماته
د حیراني وړ وه .
رښتیا هم
جامعه خو لاڅه کوې ، ما ځانته
هم نجات ور نکړی
شو .
اوس
فکر کوم ، د هغه کس خبره سمه وه .
نو څوک چې د نورو
نجات غواړي ، لومړی
باید ځانته نجات ورکړي .
سید هایون « اولسی »
|